تبليغاتX

د باران مسته شيبه ده ، ناوې چوړيږي دا ځاى پريږدې چيرې ځې ؟

باران

پنجشنبه بیست و پنجم بهمن 1386


باران اوري

 مرغيو خونې ته پناه راوړه

د تار كښ ځاله شوه ړنګه

ومان نيازى

                              


7:52 | بيلابيل شاعران |

پنجشنبه بیست و پنجم بهمن 1386


د شپې په تور بخمل د ستور د پاوليو ځلا څنګه ښكاري 

 

ګوندي تصوير به يې كړم

 

كه ته لمدو زلفو نه

 

څاڅكي د باران توى كړې

 

غفور ليوال

 

                                                 


7:50 | بيلابيل شاعران |

پنجشنبه بیست و پنجم بهمن 1386


له سپينو ورېځو څاڅكي څاڅكي وريدلو باران

د بوډۍ ټال كې لكه ستورى ځنګيدلو باران

 

خدايه د دې تورو ټوپكو غاړې ژر وچې كړې

چې مو د چم پر مازديګر وكړو د ګلو باران

 

بيګا آسمان هم د سپين غره پر ښكلا ډير وژړل

لكه پټۍ پر ماتو څانګو غوړيدلو باران

 

هغه دى بيا شوې وريځې پورته له (( بزرګې څوكې ))

د كلي خلكو خو دا ډير وخت يادولو باران

 

د نازولي ياد وږمې مې داسې غيږ كې واخلي

لكه چې وشي سنځل ګل كې د سنځلو باران

 

چې تورې وريځې د تور غره پر څوكه سيورى وكړي

بيا نو وريږي په شيبو زمونږ پر كلو باران

 

د ډيرو خلكو په راتلو به پابندي لګوو

زمونږ په كلي كې كه خداى وكړي د ښكلو باران

 

اجمل اند

 

                                                 


7:45 | بيلابيل شاعران |

دوشنبه بیست و دوم بهمن 1386


شپه ده ،

باران اوري

او ژمني خوبونه

د باغ له سترګو وينځي

 

د ګلو لښتې يوه له بلې سره

د زړه رازونه وايي :

 

كه پسرلى راسي

مونږه به وغوړيږو ؟؟

 

او باغ به شين سي په خندا باندې

او پسرلى به راسي ؟؟

 

او كه همداسې به

د ژمي د اغزونو مزو شاته

زنداني پاتې شو

 

شپه ده ،

باران اوري

او ژمني خوبونه

دباغ

له سترګو

وينځي .....

 

صديق كاوون

 

                                                 

 


12:49 | بيلابيل شاعران |

دوشنبه بیست و دوم بهمن 1386


 

 

 

 

يو كوچني ډنډ د اوبو كې

څاڅكو څاڅكو د باران كړې كړۍ جوړې

وچكالي

لويه بيديا

كوچنى ډنډ

د باران څاڅكي

او

كړۍ

كړۍ

كړۍ

 

اجمل تورمان

 

                                          

 


12:7 | بيلابيل شاعران |